دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۷
د مطلب کود : 173777
کندز کې د عملیاتو پرمهال ۶۵ تنه مخالفین وژل شوي یا ټپيان شوي دي
د کندز ولایت امنیتي چارواکي وایي په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د عملياتو پر مهال ۶۵ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندوز امنيه قومندان، عبدالباقی نورستانی وايې په دې ولايت کې د څلورويشت ساعته عملياتو په ترڅ کې څلويښت تنه وسلوال مخالفين وژل شوي او پنځه ويشت نور ټپيان شوي دې.
نوموړي ويلې چې وژل شوو کسانو کې د طالبانو دوه مشهور قومندانانو ملامنصور او ملا سخي هم شامل دي.
عبدلباقي نورستاني له رسنيو سره د خبرو پر مهال دا هم ويلي چې دې عملياتو کې اوه تنه سميه يیزو او ملي پولیسو ته هم مرګ ژوبله اوښتي ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchqxnzq23nqqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته