د کابل امنیتي چارواکي وایي، د المان حکومت د کابل له پولیسو سره د ۱۰۰۰ زغره والو واسکټونو مرسته کړې ده.
جرمني د کابل له پولیسو سره د ۱۰۰۰ زغره والو واسکټونو مرسته وکړې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 عقرب 1397 ساعت 15:21
د کابل امنیتي چارواکي وایي، د المان حکومت د کابل له پولیسو سره د ۱۰۰۰ زغره والو واسکټونو مرسته کړې ده.
د کابل امنیه قومانداني په یوه بیان کې ویلي، چې د المان حکومت د خپلو مرستو په لړ کې د افغانستان له ملي پولیسو سره د ۱۰۰۰ زغره والو واسکټونو مرسته وکړې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دا زغره لرونکي واسکټونه د پنجنشبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ملي پولیسو ته وسپارل شول.
په کابل کې د المان سفیر مرستیال او د المان د پولیسو استازی هم په دغو مراسمو کې ګډون کړی و.
د کابل امنیه قوماندان جنرال سید محمد روشندل له ملي پولیسو سره د زغره والو واسکټونو د مرستې هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې د المان دا مرسته به د کابل د پولیسو د ساتنې لپاره خواره اغېزمنه وي.
جنرال روشندل وایي د ملي پولیسو د عامه امن او نظم او د چټک غبرګون د قطعو سرتېري به له دغو واسکټونو څخه کار واخلي
د مطلب کود: 173778