دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۴
د مطلب کود : 173781
ولسمشر د بامیان- دوشي د سړک جوړولو پرانسته وکړه
د هېواد ولسمشر بامیانو ته په خپل دوه ورځني سفر کې د شنبې پر سهار( د لړم پر ۱۰) د خپل دوه یم مرستیال سروردانش، د دغه ولایت د والي محمد طاهر زهیر او یو شمېر وزیرانو پر ملتیا د بامیان- دوشي د سړک جوړولو چارې پرانستې.

د ټولګټو وزیر یما یاري ویلي، چې د دوشي- بامیان سړک ۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د نړیوال بانک د ۲۷ میلیون دالرو پر لګښت یې کار د بغلان ولایت له دوشي پیل شوی دی.  
ولسمشرۍ د یوې خبرپاڼې په خپریدو څرګنده کړې، چې  د سالنګ لویه لار به د بیا رغونې لپاره وتړل شي او د دوشي- بامیان او پروان- بامیان لارې به د سالنګ د بدیل په توګه وکارول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني د خپل دوه یم مرستیال او یو شمېر وزیرانو پر ملتیا تېره ورځ دایکندي ولایت ته ولاړ او دغه ولایت یې دوه یمې درجې ته لوړ کړ. ولسمشر او ورسره پلاوي یې د همدې ورځې له غرمې وروسته بامیان ولایت ته سفر پیل کړ او د دغه ولایت له ولسوالانو، امنیتي مسوولینو، استادانو او علماوو سره یې ولیدل.
ولسمشر په خپلو لیدنو کې بامیان ولایت ته د ورغلیو لارو پر امنیتي خونديتوب ټینګار وکړ او څرګنده کړې یې ده، چې دغو لارو ته به پوره پاملرنه هم وشي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc41qss2bqmm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته