سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د هرات ولایت د کوهسان ولسوالۍ د ولسوال په دفتر کې يوه زوروره چاودنه رامنځته شوې ده.
د هرات په کوهسان ولسوالۍ کې دننه چاودنه شوې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 عقرب 1397 ساعت 16:09
سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د هرات ولایت د کوهسان ولسوالۍ د ولسوال په دفتر کې يوه زوروره چاودنه رامنځته شوې ده.
د هرات والي ویاند د پېښې د رامنځته کیدو تر څنګ ویلي، چې د کوهسان ولسوالۍ ولسوال حاجي امیر د پېښې په ځای کې وژل شوی دی.
د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وایي، په پېښه کې دوه نور کسان ټپیان شوي دي.
ویل کیږي، چې د هرات ولایت لیرې پرتې سیمې له څوکلونو راپدیخوا د طالبانو تر امنیتي ګواښ لاندې پاتې دي.
د مطلب کود: 173787