کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهوررئیس غني د بامیانو له یوشمېر ښځو سره وکتل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 عقرب 1397 ساعت 16:39

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني بامیانو ته د خپل سفر په لړ کې نن له غرمې مخکې د دې ولایت له یو شمېر ښځو سره وکتل.



په دې کتنه کې چې د بامیانو په مرکز کې وشوه د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش هم حضور درلود، په پیل کې خدیجې رستمیار د بامیانو د ښځو په استازیتوب خبرې وکړې او د ښځو د ودې او ظرفیت جوړولو، په روغتونونو کې د ښځینه ډاکترانو د زیاتېدو، نجونو لپاره د تحصیلي بورسیو د ورکړې،  په روغتونو کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره د بستر د زیاتېدو، د ښځو لپاره د پولیسو د اکاډمۍ د جوړولو او د ولایت په مقام کې د ټولنیز معاونیت د ایجاد چې په راس کې یې ښځه وي د بامیاني مېرمنو غوښتنې له  جمهوررئیس سره شریکې کړې.
وروسته جمهوررئیس غني خبرې وکړې او د بامیاني مېرمنو له فعالیت څخه یې په مننې وویل، بامیان د عدالت غوښتنې، تعادل او د یو بل زغملو مرکز دی چې په دغو ټولو برخو کې د ښځینه‎و فعالیتونه روښانه دي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د بامیاني مېرمنو د صنایعو د ودې لپاره د بامیانو په ښار کې ښځینه مارکیټ او مسلکي لېسې جوړېږي.
هغه زیاته کړه، د ښځو چارو ته د ښې رسیدنې او د هغوی د ظرفیتي ودې لپاره د بامیانو ولایت مقام کې د ښځو چارو مشاوریت جوړېږي چې په راس کې به یې یوه مېرمن وي.
 


د مطلب کود: 173790

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173790/جمهوررئیس-غني-د-بامیانو-له-یوشمېر-ښځو-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com