دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۲۹
د مطلب کود : 173797
په پکتیا کې ځینی نوماندان او حکومتی مسؤولین په پارلمانی ټاکنو کې درغلیو له امله څارنوالی ته معرفی شول
په پکتیا کې د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي دفتر مسؤلینو نن په یوه خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل چې دوی ۵۰۷ شکایتونه ثبت کړي وو چې د هغو له جملې ۱۷۰ یې د کره شواهدو د نه درلودلو پر اساس باطل او پاتې نور یې په کره شواهدو ولاړ شکایتونه وو چې د شکایتونو کمېسیون له خوا وڅېړل شول.

په پکتیا کې د دغه کمېسیون رئیس ښاغلي هدایت الله عصمتي وویل، د دوی د څېړنو په پایله کې په ټاکنیز بهیر کې د درغلیو او غیرقانوني مداخلې په تور څلور نوماندان، دوه ولسوالان او درې د ولسوالیو امنیه قوماندانان څارنوالۍ ته ور وپېژندل شول.
ښاغلي عصمتي زیاته کړه، د پکتیا ولایت په لجې ولسوالۍ کې ټوله ۷۷۶۲ رأیې، په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د ۱۴ مرکزونو ټولې رأیې او میرزکي ولسوالۍ کې د دو مرکزونو رأیې او په ګردېز کې د یوه محل رأیې باطلې شوې.
په پکتیا کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویلي، د شکایتونو کمېسیون له خوا شوې پرېکړې په تړاو نوماندان او هغه دولتي کارکوونکي چې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي، کولای شې چې د ځان د سپیناوي په موخه تر ۴۸ ساعتونو پورې خپلې دفاعیې وړاندې کړي.
 
https://avapress.com/vdcjhtevauqeaaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته