دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۳۷
د مطلب کود : 173799
سولې شورا: زلمی خلیلزاد دوهم سفر به سولې ته نوره هم زمینه برابره کړی
د افغانستان د سولې عالي شورا هیله ښيي چې افغانستان او د سیمې ځینو نورو هېوادونو ته د زلمي خلیلزاد دوهم سفر به د سولې خبرو ته لا مزل لنډ کړي.

افغانستان، پاکستان، قطر او د سیمې ځينو نورو هېوادونو ته له تېرې یوې میاشتې راهیسې د افغانستان د سولې او پخلاینې په برخه کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دوهم سفر د دغه بهیر د عملي پیل په اړه تمې او غوښتنې ډېرې کړي دي.
د افغانستان د سولې عالي شورا اجرائیوي غړی او سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وايي، د سفرونو او غونډو ور هاخوا د دې وخت راغلی چې نور له عمومیاتو تېر او د سولې خبرې اترې عملاً پیل شي.

دی وايي:
"دا ځل چې ډاکتر صیب خلیلزاد خپل ماموریت بیا پیل کړی، زمونږ تمه دا ده چې دا ځل باید عملي ګامونه واخیستل شي، له عمومي خبرو تېر شو او باید په اصلي موضوع اتکا وکړو چې هغه د سولې خبرې اترې پیلول دي."
دی وايي، د خلیلزاد له لومړي سفر وروسته د سولې بهیر په حرکت راغلی او د هېوادونو رول تر ډېره مشخص شوی دی.
دا هیلې او غوښتنې په داسې حال کې دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېر ماښام په یوه اعلامیه کې چې تېر ماښام خپره شوې، راغلي چې خلیلزاد به تر راتلونکو لسو ورځو له افغان حکومت له چارواکو او د نورو اړخونو له استازو سره وګوري، څو د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو پرمختګ ته لاره هواره شي.
په اعلامیه کې راغلي، زلمی خلیلزاد هیله ښودلې چې افغان حکومت او طالبانو د باصلاحیته پلاویو د ټاکلو پر لور منظم ګامونه اخيستي وي.
له دې وړاندې زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې او پخلاینې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د تېرې میزان میاشتې په نیمايي کې هم افغانستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او قطر ته سفرونه کړي وو.
خلیلزاد د هغه سفر په جریان کې په قطر کې له طالب استازو سره هم ولیدل، خو تر ډېره يي جزیات له رسنیو سره شریک نه شول.
ټاکل شوي چې ښاغلی خلیلزاد د تېر په څېر دا ځل هم له کابل وروسته، اسلام اباد، دوحې او متحده عربي اماراتو ته سفرونه وکړي.
 
https://avapress.com/vdcb9fb89rhbzzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته