دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۰۸
د مطلب کود : 173801
ولسمشر غني ټاکنیزې ډلې ته د سروردانش پر ملګرتیا ټینګار څرګند کړ
په تازه ګام کې ولسمشر غني د خپلې ټاکنیزې ډلې یوه برخه روښانه کړې، چې د خپلو نیمګړیو کارونو د بشپړولو لپاره به یې سروردانش ملګری وي.

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ټاکنیزې ډلې د وروستي کیدو په حال کې دي او ولسمشر غني سرور دانش د خپلې ټاکنیزې ډلې غړی یادوي؛ خو تر اوسه روښانه نه ده، چې اجرائیه رییس هم کاندید دی او که نه؟
ځینوسرچینو ویلي، اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د لوی ملي ائتلاف د نوماندانو په ډله کې ندی؛ خو صلاح الدین رباني د یاد ائتلاف لخوا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند دی او حزب اسلامي له لویو ګوندونو سره تر اوسه پر یوه ځانګړي او مشخص نوماند وروستۍ هوکړې ته ندی رسیدلی.
ولسمشر محمد اشرف غني دایکندي او بامیان ته په خپل دوه ورځني سفرونو کې ویلي: د دې لپاره، چې کوم شک پاتې نشي؛ سروردانش له ما سره دریږي. لکه څنګه، چې سره ودریدو؛ خپلې نیمګړتیاوې به بشپړوو.               
لوی ملي ائتلاف ولسمشریزو ټاکنو ته اته کسان دروي او د افرادو نوملړ یې هم برابر کړی دی.
سرچینو ویلي، چې صلاح الدین رباني د ائتلاف لخوا ټاکنو ته دریږي؛ خو ځینې نورې څېرې هم په دې ائتلاف کې شته، چې ښایي له څو ادرسونو ټاکنو ته نوماندان شي. لکه رحمت الله نبیل، زلمی رسول او شیدا محمد ابدالی.
د لوی ملي ائتلاف غړی محمد ناطقي وایي: یو نوملړ جوړوو؛ بیا، چې پر هر چا هوکړه وشوه، هغه به مو په ټاکنیزه ډله کې نوماند وي.            
اجرائیه رییس تر اوسه نده روښانه کړې، چې ولسمشریزو ټاکنو ته دریږي او که نه؛ خو څه، چې روښانه دي، عبدالله عبدالله به په لوی ملي ائتلاف کې شامل نه وي.
د ګلبدین حکمتیار حزب اسلامي وایي، تر اوسه یې پر یوه مشخص کاندید له چا سره هوکړه نده کړې.
د حزب اسلامي د سیاسي کمیتې غړی همایون جریر وایي: زمونږ بحث پر دې دی، چې ټول مهم ګوندونه په یوه ټاکنیزه ډله کې راټول شي او پرې هوکړه وشي.      
ویل کیږي، چې حنیف اتمر هم ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند دی او یونس قانوني به یې لومړی مرستیال وي. د لوی ملي ائتلاف نوماندان، چې ولسمشریزو ټاکنو ته دریږي؛ غواړي، چې نظام له ریاستي څخه پر نامتمرکز غیر ریاستي هغه واوړي او درې- درې مرستیالان ولري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxmdyyw6deca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته