دغه قانون ۱۶ فصلونه او یو سل و اته مادې لري، چې په اجنډا کې له بشپړ ځنډ وروسته ونیول شو؛ خو بیا هم بې برخلیکه پاتې شو.
د ولسي جرګې د ښځو چارو کمیسیون رییسه فوزیه کوفي وایي، دا د ماشوم له حقونو د ملاتړ قانون دی، چې تر ۱۸ کلنۍ باید ماشوم وشمېرل شي؛ په دې قانون کې بل هیڅ خنډ نشته، چې ولسي جرګه یې رد کړي.
د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ د اداري پلاوي چلند د دې قانون په وړاندې سلیقه یي او د قانون تر پښو لاندې کول دي او که نه باید په اړه یې رایې حساب شي.
ځینې وکیلان د دې قانون مخالف دي او وایي، چې د بالغه کیدو عمر اتلس کاله ندی، چې په دې قانون کې یاد شوی دی.
په ولسي جرګه کې د هرات استازی نذیراحمد حنفي وایي: له دې قانون سره مونږ مخالف یو؛ ځکه، چې شرعي برخه یې کمزورې او د ځوانیدو عمر ۱۸ کاله نه، بلکې نښې یې له دې څخه په ټیټ عمره ماشومانو کې هم شته.
په پای کې ولسي جرګې د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون رایو ته کیښود او له یوسل و نولس حاضرو وکیلانو شاوخوا ۱۵ یې مخالف ول؛ خو د ولسي جرګې منشي او نایب منشي خپل ځایونه پریښودل، د رایو شمېرنه ونشوه او د ولسي جرګې رییس یې تصویب اعلام نکړ.
د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي څرګنده کړه؛ زما دنده د رایو شمېرل ندي، چې د دغه قانون برخلیک اعلام کړم.
د ولسي جرګې د اداري پلاوي دغه اقدام د ځینو وکیلانو غبرګون را وپاراوه او زیاترو وکیلانو دغه قانون تصویب شوی وباله.
وبه کتل شي، چې د ولسي جرګې چلند به په راتلوونکې کې له دې قانون سره څه وي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)