کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سولې عالي شورا: د طالبانو پر 'شرط' بحث ته تیار یو

19 عقرب 1397 ساعت 21:54

د افغانستان د سولې عالي شورا د مسکو په غونډه رضایت ښودلی او ویلي یې دي چمتو دي چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع شامله کړي.


د افغانستان د سولې عالي شورا د مسکو په غونډه رضایت ښودلی او ویلي یې دي چمتو دي چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع شامله کړي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا د چارواکو په وینا د مسکو په غونډه کې له طالبانو هم وغوښتل شول چې له افغان حکومت سره د سولې د مستقیمو خبرو اترو لپاره خپل استازی وټاکي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوي او د طالبانو استازو د لومړي ځل لپاره پرون په مسکو کې د سیمې د هیوادونو د نماینده ګانو په حضور کې یو بل ته خپلې غوښتنې بیان کړې.
د سولې د عالي شورا پلاوي غړي مولوي عطاء الرحمن سلیم امریکا غږ ته وویل چې پدې کنفرانس کې یې د سولې لپاره د افغانستان موقف اعلان کړی او ملاتړ هم ورڅخه شوی دی.


ښاغلي سلیم زیاته کړه، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د افغان حکومت په مشري دې له طالبانو سره مخامخ خبري پیل شي.
له بلې خوا له امریکا غږ سره په مرکه کې د طالبانو یوه پخواني مشر او په اسلام آباد کې ددې ډلې سفیر ملا عبدالاسلام ضعیف د مسکو غونډه ګټوره وبلله او وویل کوم واټن چې په سیاسي لحاظ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ موجود وو را لنډ شوی دی.
ښاغلي ضعیف وویل، په دې غونډه کې د نسبي پرمختګ لپاره د طالبانو، افغان حکومت او امریکا د غوښتنو د وړاندې کیدو موقع مساعده شوه چې د هغه په وینا دا په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره یو ښه پرمختګ دی.
نوموړی د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د روغې په اړه وویل" د موافقي لپاره درې شیان مهم دي، لومړی دې د امریکا د وتلو پروسه یقیني شي، دویم دې له افغان حکومت سره د طالبانو د سولې موافقه د افغانستان د ثبات په مانا وګڼل شي او دریم دې په اقتصادي لحاظ په پښو د افغانستان دریدل تضمین شي."
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مسکو په کنفرانس کې وویل ، دا کنفرانس به د بین الافغاني ډیالوګ لپاره لارې چارې پیدا کړي. لاروف زیاته کړه د افغانستان لانجه یوازې له سیاسي لارې هواریدای شي.
د مسکو کنفرانس پداسې حال کې جوړ شو چې د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د سیمې هیوادونو ته خپل دوهم سفر پيل کړی دی.
د مسکو په کنفرانس کې د سولې د عالي شورا او د طالبانو د استازو تر څنګ د سیمې د دولسو هیوادونو استازو هم ګډون کړی وو چې د طالبانو د قطر د دفتر د پنځو غړو مشري مولوي شیر محمد عباس ستانکزي کوله.
 


د مطلب کود: 173811

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173811/د-سولې-عالي-شورا-طالبانو-پر-شرط-بحث-ته-تیار-یو

آوا
  https://www.avapress.com