دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 173816
د روانې جګړې په اړه له ولس څخه د جمهور رئیس غني غوښتنه
ولسمشر محمم اشرف غني وايي د افغانستان جګړه پیچلي ابعاد لري او له دې جګړې څخه د تېرېدو په خاطر ملي بسیج ته اړتیا ده .
نوموړی دغه څرګندونې پرون د بامیان ولایت له بېلا بېلو اقشارو سره د کتنې پر مهال وکړې.
هغه وویل د افغانستان جګړه پیچلي ابعاد لري او د افغانستان دښمنان هیڅ اصولو ته پایبند نه دي. هغه زیاته کړه د بامیانو امنیت زموږ لپاره باارزښته دی په همدې موخه یې په ګاونډویو ولایتونو کې ځانګړي عملیات شدت مومي.
د ارګ ماڼی له مخې، جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، له دې جګړې څخه د تېرېدو په خاطر ملي بسیج ته اړتیا ده او له همدې ځایه پر افغان ولس غږ کوم چې د دې ملي بسیج لپاره چمتووالی ولري.
ولسمشر غني  د امنیت په خاطر د بامیانو د خلکو غوښتنې ته په اشارې وویل، بامیانو لپاره مې د ملي امنیت د ځانګړې قطعې د ایجاد حکم لاسلیک کړی چې ژر به خپل کار پیل کړي او لوی درستیز ته یې لارښوونه وکړه چې بامیانو لپاره دې د سیمه ییزې اردو د یو کنډ د ایجاد ترتیب نهايي کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb8fb80rhbzwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته