دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۶
د مطلب کود : 173827
په بادغیس کې طالبانو دری قوماندانان وژل شوی
بادغیس پولیس چارواکې وایی چی ۱۳ تنه طالبان د درو قوماندانانو په شتون او ماین جوړونې یو انجنیر په ګډون په دی ولایت کې وژل شوی دی.

د بادغیس پولیس قوماندی مطبوعاتی دفتر په اعلامیه کې راغلی دی چی طالبان په یو ډله ایز برید کې ددی ولایت قادس ولوسالی کې امنیتی پوستو باندی، ددی ولسوالی تصرف قصد درلود چی د امنیتی ځواکونو سخت مقاومت سره مخ شو.
په اعلامیه کې ویل شوی دی چی امنیتی ځواکونو او طالب جنګیدونکو ترمنځ نښتې په جریان کې، ددی ډلې ۱۳ تنه غړۍ د درو قوماندانانو او یو ماین جوړونکې انجنیر په ګډون وژل شوی دی.
همدارنګه ددی نښټو په جریان کې ۸ تنه نور طالب جنګیدونکې ټپی شوی دی.
بادغیس پولیسو اعلامیه په اساس، ددی نښټو په جریان کې دوه تنه پولیس هم شهید شوی او دری تنه نور د اتو ځواکونو سره ټپیان شوی دی.
بادغیس پولیس ویلی دی چی طالبان چی شمیر یی نږدی ۸۰۰ تنو ته رسیږی، پرمختللی اسلحو او شب بین دوربینونو باندی مجهز وو.
 
https://avapress.com/vdcdxs0f5yt05j6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته