کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غنی: افغانستان جګړه پیچلی ابعاد لری او ملی بسیج ته اړتیا شته

20 عقرب 1397 ساعت 12:08

ولسمشر محمم اشرف غني وايي د افغانستان جګړه پیچلي ابعاد لري او له دې جګړې څخه د تېرېدو په خاطر ملي بسیج ته اړتیا ده .



نوموړی دغه څرګندونې پرون د بامیان ولایت له بېلا بېلو اقشارو سره د کتنې پر مهال وکړې.
هغه وویل د افغانستان جګړه پیچلي ابعاد لري او د افغانستان دښمنان هیڅ اصولو ته پایبند نه دي او ټینګار یې وکړ چې د بامیانو امنیت زموږ لپاره باارزښته دی په همدې موخه یې په ګاونډویو ولایتونو کې ځانګړي عملیات شدت مومي.
د ارګ ماڼی له مخې، جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، له دې جګړې څخه د تېرېدو په خاطر ملي بسیج ته اړتیا ده او له همدې ځایه پر افغان ولس غږ کوم چې د دې ملي بسیج لپاره چمتووالی ولري.
ولسمشر غني  د امنیت په خاطر د بامیانو د خلکو غوښتنې ته په اشارې وویل، بامیانو لپاره مې د ملي امنیت د ځانګړې قطعې د ایجاد حکم لاسلیک کړی چې ژر به خپل کار پیل کړي او لوی درستیز ته یې لارښوونه وکړه چې بامیانو لپاره دې د سیمه ییزې اردو د یو کنډ د ایجاد ترتیب نهايي کړي.
 


د مطلب کود: 173828

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173828/ولسمشر-غنی-افغانستان-جګړه-پیچلی-ابعاد-لری-او-ملی-بسیج-ته-اړتیا-شته

آوا
  https://www.avapress.com