دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۴
د مطلب کود : 173829
چارواکې: ننګرهار کې داعش ډلې روزنیز مرکزونه له منځه تللی
په ننګرهار کې چارواکي وايي، د اسلامي دولت د وسله والې ډلې یا داعش د انسجام او روزنې مرکزونه له منځه تللي او وسله وال یې انفرادي مبارزه کوي.

ننګرهار تر دې مخکې په افغانستان کې د داعش د وسله والو له اساسي مرکزونو و.
دې ډلې منلې چې په ننګرهار کې یې په خونړیو حملو کې لاس درلود.

د ننګرهار د والي ویاند وویل، په تصفیه شویو سمیو کې ولسي پاڅون کوونکي او امنیتي ځواکونه ځای پرځای کېږي، څو د داعش د بیا رزغونېدو مخنیوی وشي.
د ننګرهار د والي ویاند وویل، تر اوسه د داعش د وسله والو تر ۲۰ زیاتې کورنۍ ښځې او ماشومان تسلیم شوي دي.

د هغه په وینا، د داعش هغه وسله وال چې افغانان دي او غواړي عادي ژوند وکړي، د حکومت له لوري یې په ځينو مواردو کې ملاتړ هم کېږي.
عطالله خوګیاڼی زیاتوي:
"ډېر کسان چې پخوا په داعش کې وو او تسلیم شوي، د عادي افغانانو په څېر په ننګرهار کې ژوند کوي، حتی داسې هم شوي چې کله هغوی ته امنیتي ستونزې پېښې شوې، موږ مرسته ورسره کړې ده، موږ غواړو چې هغوی عادي ژوند وکړي او د نورو افغانانو په څېر د وطن د ابادۍ لپاره کار وکړي."
په ننګرهار کې د داعش وسله والو راډیويي خپرونې هم بندې شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcf0mdy1w6deca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته