دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۸
د مطلب کود : 173848
د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څیړنې کمیسیون څه د پاسه ۳۰ شکایتونو ته رسیده ګي کړې ده
د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څیړنې کمیسیون له هیوادوالو او د رسنیو له مسوولینو غواړي، چې د رسنیو د سرغړونو په اړه خپل شکایتونه په مستنده توګه دغه کمیسیون ته ولیږي، چې ورته رسیده ګي وشي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې او د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د کمیسیون رییسې، حسینې صافۍ، چې د یکشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د شکایتونو او سرغړونو د څیړنې د کمیسیون شپږ میاشتنی رپوټ وړاندې کاوه، زیاته کړه:" یاد کمیسیون د شپږو میاشتو د کار په دوران کې ۳۲ شکایتونو ته، چې ۵ یې رسنیزې سرغړونې او ۲۷ یې رسنیز شکایتونه وو، رسیده ګي کړې ده."
نوموړې زیاته کړه، چې د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څیړنې کمیسیون له هیوادوالو او د رسنیو له مسوولینو غواړي، چې د رسنیو د سرغړونو په اړه خپل شکایتونه په مستنده توګه دغه کمیسیون ته ولیږي، چې ورته رسیده ګي وشي.
د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څیړنې کمیسیون خپلې عادي غونډې په پنځلسو ورځو کې یو ځل او د زیاتو شکایتونو د رسیدو په صورت کې فوق العاده غونډې په اونۍ کې یو ځل دایروي. د یاد کمیسیون غړي هر شکایت په واحده توګه ارزوي او څیړي او د هغه په اړه غور او تحقیق کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgtw9q7ak9u74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته