دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۱
د مطلب کود : 173852
د عامې روغتیا وزیر کونړ ته د سفر په ترڅ د روغتیایي سکټور پیاوړتیا په برخه کې تازه ژمنې وکړې
د سفر موخه یې د نوي ولایتي روغتون د چارو چټکتیا ،ستونزو اواری او روغتیایي خدمتونو ارزول دي
د عامې روغتیا وزارت وزیر ښاغلي فیروزالدین فیروز نن یک شنبه د یو پلاوي په ملتیا کونړ ته سفر وکړ او د دې ولایت له والي ښاغلي عبدالستار میرزکوال ،ولایتي شورا غړو او روغتیا پالانو سره یې د بېلابېلو ناستو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د روغتیایي خدمتو پراختیا په برخه کې به د ولایتي ادارې غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.
 
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د سفر موخه یې د نوي ولایتي روغتون د چارو چټکتیا ،ستونزو اواری او روغتیایي خدمتونو ارزول دي .
 
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال راغلي پلاوي ته د ښه رغلاست ویلو ترڅنګ د کونړ په عمومي وضعیت او روغتیا په برخه کې د شته شتونزو او لاسته راوړنو یادونه وکړه.
کونړ والي او د ولایتي شورا استازو د عامې روغتیا وزارت له وزیر د ژمنه شوو امبولانسونو د غوښتنې ترڅنګ په ګڼ نفوسه ولسوالیو کې د روغتیا یې مرکزونو د پراختیا غوښتنه وکړه،چې د عامې روغتیا وزیر له لوري ورته په یاده برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
 
د ناستې په ترڅ کې د ولایتي شورا له لوري د کونړ او ننګرهار  ولایتونو د عامې روغتیا رئیسان او په کونړ کې (PU-AMI)مسوول ډاکتر عبدالله روان د ښه کړنو له امله وستایل شول .
وروسته د کونړ والي او راغلي پلاوي د روغتیا ریاست د اداري ودانۍ او روغتون د روانو چارو لیدنه وکړه او د بهبود په برخه کې مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbsfb85rhbzwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته