دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۱
د مطلب کود : 173854
مشرانو جرګې ته د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودیجې سند وړاندې شو
د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودیجه په ټوله کې ۳۹۹ میلیارده افغانۍ ده چې له دې ډلې څخه ۲۷۵ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۱۲۴ میلیارده افغانۍ یې پراختیایې بودیجه جوړوي.
د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، نن د لړم میاشتې په ۲۰ مه نېټه چې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد کریم باز یې ملتیا کوله د مشرانو په عمومي ناسته کې یې ګډون وکړ او د افغانستان اساسي قانون د ۹۸ مې مادې له مخې یې د ۱۳۹۸ مالي کال  ملې بودیجې سند سناتورانو ته وړاندې کړ.
 د مالیې وزارت سرپرست د مشرانو جرګې غړو ته له مالي پلان سره سم د ملي عوایدو راټولو او د ۱۳۹۳ مالي کال په پرتله یې د ۳۰ سلنې په لوړوالي، د پیسو نړیوال صندوق له لوري د حکومت له مالي او اقتصادي اصلاحاتو څخه د څلورو پړاوونو د بریالۍ ارزونې، د ملي بودیجې په شاخصونو کې د ښه والي، سېمه ایزې ترانزیټي او اقتصادي همکاریو، د خصوصي، کرنې، ترانسپورټ او انرژۍ سکټورونو په ودې او پیاوړتیا او د ۱۳۹۸ مالي کال د ملي بودیجې د مسودې د لنډیز په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.
په ناسته کې د مالیې وزارت سرپرست دوی ته ډاډ ورکړ چې د ملي بودیجې په سند کې به د دوی نظریات د هیواد نافذه قوانینو ته په کتو سره په نظر کې ونیول شي او له دوی څخه یې غوښتنه وکړه چې د پراختیایې پروژو د پلي کیدو او د حکومت کاري چارو لپاره ملي بودیجه په خپل وخت سره ژر تر ژره تائید کړي ترڅو د تصویب لپاره د ولسي جرګې غړو ته وړاندې شي.
د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودیجه په ټوله کې ۳۹۹ میلیارده افغانۍ ده چې له دې ډلې څخه ۲۷۵ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۱۲۴ میلیارده افغانۍ یې پراختیایې بودیجه جوړوي.
د ملي بودیجې ستره برخه پنځو ( زیربناء، کرنې او د کلیو پراختیا، روغتیا، حکومتولۍ او پوهنې) سکټورو ته ځانګړې شوې ده چې په ترتیب سره ۵۲ میلیارده، ۲۳ میلیارده، ۱۳ میلیارده، ۸،۸ میلیارده او ۶،۸ میلیارده افغانۍ د پراختیایې بودیجې څخه احتواء کوي.
د یادونې وړ ده چې د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودیجه د واقعیتونو، شته سرچینو او د حکومت لومړیتوبونو له مخې ترتیب شوې ده. په دې بودیجه کې زیاته پاملرنه پراختیایې بودیجې ته شوې، که د تېر کال له پیل سره پرتله شي ۱۲ سلنه زیاتوالی ښیې. دا په داسې حال کې ده چې په عادي بودیجه کې هم سپما ته پاملرنه شوې ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdks0foyt05j6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته