د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودیجه په ټوله کې ۳۹۹ میلیارده افغانۍ ده چې له دې ډلې څخه ۲۷۵ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۱۲۴ میلیارده افغانۍ یې پراختیایې بودیجه جوړوي.
مشرانو جرګې ته د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودیجې سند وړاندې شو
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 عقرب 1397 ساعت 17:11
د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودیجه په ټوله کې ۳۹۹ میلیارده افغانۍ ده چې له دې ډلې څخه ۲۷۵ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۱۲۴ میلیارده افغانۍ یې پراختیایې بودیجه جوړوي.
د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، نن د لړم میاشتې په ۲۰ مه نېټه چې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد کریم باز یې ملتیا کوله د مشرانو په عمومي ناسته کې یې ګډون وکړ او د افغانستان اساسي قانون د ۹۸ مې مادې له مخې یې د ۱۳۹۸ مالي کال ملې بودیجې سند سناتورانو ته وړاندې کړ.
د مالیې وزارت سرپرست د مشرانو جرګې غړو ته له مالي پلان سره سم د ملي عوایدو راټولو او د ۱۳۹۳ مالي کال په پرتله یې د ۳۰ سلنې په لوړوالي، د پیسو نړیوال صندوق له لوري د حکومت له مالي او اقتصادي اصلاحاتو څخه د څلورو پړاوونو د بریالۍ ارزونې، د ملي بودیجې په شاخصونو کې د ښه والي، سېمه ایزې ترانزیټي او اقتصادي همکاریو، د خصوصي، کرنې، ترانسپورټ او انرژۍ سکټورونو په ودې او پیاوړتیا او د ۱۳۹۸ مالي کال د ملي بودیجې د مسودې د لنډیز په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.
په ناسته کې د مالیې وزارت سرپرست دوی ته ډاډ ورکړ چې د ملي بودیجې په سند کې به د دوی نظریات د هیواد نافذه قوانینو ته په کتو سره په نظر کې ونیول شي او له دوی څخه یې غوښتنه وکړه چې د پراختیایې پروژو د پلي کیدو او د حکومت کاري چارو لپاره ملي بودیجه په خپل وخت سره ژر تر ژره تائید کړي ترڅو د تصویب لپاره د ولسي جرګې غړو ته وړاندې شي.
د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودیجه په ټوله کې ۳۹۹ میلیارده افغانۍ ده چې له دې ډلې څخه ۲۷۵ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۱۲۴ میلیارده افغانۍ یې پراختیایې بودیجه جوړوي.
د ملي بودیجې ستره برخه پنځو ( زیربناء، کرنې او د کلیو پراختیا، روغتیا، حکومتولۍ او پوهنې) سکټورو ته ځانګړې شوې ده چې په ترتیب سره ۵۲ میلیارده، ۲۳ میلیارده، ۱۳ میلیارده، ۸،۸ میلیارده او ۶،۸ میلیارده افغانۍ د پراختیایې بودیجې څخه احتواء کوي.
د یادونې وړ ده چې د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودیجه د واقعیتونو، شته سرچینو او د حکومت لومړیتوبونو له مخې ترتیب شوې ده. په دې بودیجه کې زیاته پاملرنه پراختیایې بودیجې ته شوې، که د تېر کال له پیل سره پرتله شي ۱۲ سلنه زیاتوالی ښیې. دا په داسې حال کې ده چې په عادي بودیجه کې هم سپما ته پاملرنه شوې ده.
د مطلب کود: 173854