دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۴۰
د مطلب کود : 173867
په غزني کې ۲۷ کماندو سرتېري وژل شوي
د غزني چارواکو ویلي، چې تېره شپه د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې له طالبانو سره په نښته کې ۲۷ کماندو سرتېري وژل شوي او له ۷۰ ډېرو ملکي وګړیو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د غزني ولایتي شورا غړی خالقداد اکبري له آریانا نیوز سره په تیلیفوني اړیکه کې ویلي، چې وسلوالو طالبانو یو ځل بیا تېره شپه د جاغوري پر ولسوالۍ بریدونو ته زور ورکړ، چي په کې مرستې ته لیږل شوي ۲۷ کماندو سرتېري وژل شوي؛ خو سیمه ییز چارواکي په دی اړه څه نه وايي.
که څه هم د ولایتي شورا دا غړی په جګړه کې د وسلوالو طالبانو له وژل کیدو بی خبری ښي؛ خو وايي، چې په دې جګړه کې له ۷۰ ډېرو ملکي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ښاغلی اکبری ټینګار کوي، چې د جاغوري د جګړې تر شاه بهرني هېوادونه لاس لري او وسلوال طالبان یې پر پرمختللیو وسلو سمبال کړي او د جګړې رهبری هم کوي.
ښاغلی اکبري خبرداری ورکوي، چې که د دې بریدونو مخه ونه نیول شي په دې ولسوالۍ کي به لوی انساني ناورین رامنځته شي؛ خو چارواکي د جاغوري ولسوالۍ د جګړې په اړه څه نه وايي.
د یادولو وړ ده، چې له دې مخکې د غزني ولایت جاغوري ولسوالي له امنو ولسوالیو څخه شمېرل کیده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-xnzq23nq6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته