کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندوز کې ۵۶ وسله والو ته مرګژوبله اوښتی دی

21 عقرب 1397 ساعت 12:01

د افغانستان په شمال کې د ملي پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په نښته کې او د هوایي او توپچي بریدونو په پایله کې یې شاوخوا ۵۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



د شاهین قول اردو پرون په یوه بیا کې وویل، چې تېره ورځ د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالی په مربوطاتو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې په پایله کې یې ۲۵ تنه وسله وال وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو کې د وسله والو ډلمشران سخي الرحمن او قاري هجران هم شامل دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په وینا، په دغه نښته کې د طالبانو ۳۱ وسله وال ټپیان هم شوي دي چې پکې د ملا بصیر په ګډون یو شمېر جګپوړي ډلمشران هم شامل دي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د نښتې په ترڅ کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
 


د مطلب کود: 173891

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173891/کندوز-کې-۵۶-وسله-والو-ته-مرګژوبله-اوښتی-دی

آوا
  https://www.avapress.com