دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود : 173892
ولسمشر غنی څخه کابل مظاهره چیانو غوښتنه
په پلازمېنه کابل ښار کې سلګونه مظاهره چیان تېره شپه ناوخته د ارګ ماڼی په لور لاریونونه پیل کړل او له حکومت څخه او د جاغوري، مالستان او د خاص ارزګان ولسوالیو د جګړې په تړاو یې د حکومت د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

دغه مظاهره چیان د ارګ ماڼی دروازې ته څېرمه راټول شوي او له ولسمشر محمد اشرف غني څخه غواړي چې په یادو ولسوالیو کې د طالبانو د ځپلو لپاره ژر تر ژره حکم صادر کړي.
د راپورونو له مخې، د غزني ولایت پر مالستان او جاغوري ولسوالیو او د ارزګان ولایت پر خاص ارزګان ولسوالی له څو ورځې راهیسې د طالبانو سخت بریدونه روان دي، چې په ترڅ کې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کابل ګارنیزیون قوماندان جنرال مراد علي مراد مظاهره کوونکو ته ویلي، چې ولسمشر غني اماده دی چې له دوی سره د ټیلیفون پر کرښه خبرې وکړي خو مظاهره چیانو له ولسمشر غني سره له خبرو کولو ډډه کړې او یوازې د ولسمشر غني له لوري د فرمان د صادرولو غوښتنه کوي.
 بلخوا په ولسي جرګه کې د غزني ولایت ځینې استازي وایي د وسله والو طالبانو او پاڅونوالو ترمنځ نښتې لا هم دوام لري او له حکومت څخه یې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.
 
https://avapress.com/vdcf1mdy0w6deca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته