کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې ځانمرګي ۱۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 عقرب 1397 ساعت 16:19

په کابل ښار کې د دوشنبې پر ورځ له غرمې وروسته ( د لړم ۲۱) یو ځانمرګي برید کوونکي استقلال لیسې ته نږدې ځان پورې تړلیو چاودیدونکیو توکو ته چاودنه ورکړې ده.



کورنیو چارو وزارت رسنیو ته په ډاګه کړې، چې د کابل ښار د استقلال لیسې تر څېرمه د یوې پوستې تر څنګ ځانمرګې ۱۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.
کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش دا هم څرګنده کړې، چې ځانمرګي بریدګر هغه مهال ځانته چاودنه ورکړه، چې د پولیسو لخوا وپېژندل شو.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په قربانیانو کې د پولیسو تر څنګ ملکي وګړي هم شته.
تر د ېدمه روښانه نده، چې د بریدګر موخه لدې چاودنې څه وه.
عیني شاهدانو ویلي، چې سيمه امنيتي ځواکونو تړلې او د پېښې له ځایه ګڼ شمېر زیانمن کسان لیږدول کیږي.
د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا ندی منلی.
 


د مطلب کود: 173913

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173913/په-کابل-کې-ځانمرګي-۱۰-کسانو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com