کورنیو چارو وزارت رسنیو ته په ډاګه کړې، چې د کابل ښار د استقلال لیسې تر څېرمه د یوې پوستې تر څنګ ځانمرګې ۱۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.
کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش دا هم څرګنده کړې، چې ځانمرګي بریدګر هغه مهال ځانته چاودنه ورکړه، چې د پولیسو لخوا وپېژندل شو.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په قربانیانو کې د پولیسو تر څنګ ملکي وګړي هم شته.
تر د ېدمه روښانه نده، چې د بریدګر موخه لدې چاودنې څه وه.
عیني شاهدانو ویلي، چې سيمه امنيتي ځواکونو تړلې او د پېښې له ځایه ګڼ شمېر زیانمن کسان لیږدول کیږي.
د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا ندی منلی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)