دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۵
د مطلب کود : 173918
د کابل ښار ملک اصغر څلورلارې ته څېرمه د نننۍ ترورېستي پېښې په اړه مطبوعاتي اعلامیه

جنایتکاره تروریستانو نن ماسپښین د کابل ښار ملک اصغر څلورلارې ته نږدې په ځانمرګي برید کې زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل. جمهوررئیس غني د دغه ترهګریز برید د غندلو پرمهال وویل، تررویستان د دغه ډول جنایتونوپه ترسره کولو سره نه یواځې خپلو شومو موخو ته نه رسېږي، بلکې د خپل ځان په اړه د خلکوکرکه او نفرت لا زیاتوي.
جمهوررئیس د شهیدانو کورنیو ته د ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوي،  شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezx8zvjh8foi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته