جنایتکاره تروریستانو نن ماسپښین د کابل ښار ملک اصغر څلورلارې ته نږدې په ځانمرګي برید کې زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل. جمهوررئیس غني د دغه ترهګریز برید د غندلو پرمهال وویل، تررویستان د دغه ډول جنایتونوپه ترسره کولو سره نه یواځې خپلو شومو موخو ته نه رسېږي، بلکې د خپل ځان په اړه د خلکوکرکه او نفرت لا زیاتوي.
جمهوررئیس د شهیدانو کورنیو ته د ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوي، شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي.