دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۲
د مطلب کود : 173920
د فراه په ټولو سیمو کې د پولیو واکسین تطبیق شوی
د فراه د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالجبار شایق وایي، دا ځل د قومي مشرانو، دیني عالمانو او عامو خلکو په همکارۍ د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین درې ورځنی کمپاین د دې ولایت په مرکز او لسو ولسوالیو کې له کومې ننګونې پرته تطبیق شوی دی.

هغه زیاته کړه، د دې کمپاین په لړ کې څه باندې دوه لکه، تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته د پولیو واکسین څاڅکې ورکړل شوي دي.

هغه وویل:"موږ د دې کمپاین په لړ کې دوه لکه او اته زره تر پنځو کلونو ښکته ماشومان واکسین کړل، له نېکه مرغه دا ځل د پولیو واکسین پر وړاندې د هېڅ ډول ستونزې سره مخ نشوو، غواړم دا هم ووایم چې سږ کال په هېواد کې تر دم کړیه د پولیو ۱۹ پېښي ثبت شوی چې په فراه کې د پولیو کومه مثبه پېښه نه ده ثبت شوې".
په فراه ولایت کې زیاتره دیني عالمان ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکولو سپارښتنه کوي.
د دې ولایت دیني عالم محمد اکبر آغاه د شریعت له اړخه پولیو واکسین حلال ګڼي او له کورنیو یې و غوښتل چې ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکولو سره خپله ایماني او اسلامي دنده تر سره کړي.
ده وویل:"د پولیو واکسین سره موږ ټول دیني عالمان او عام خلک همکار يو، زه په اسلام کې داسې کوم څه نه وینم چې د پولیو واکسین سره مخالف وي، خو موږ له ټولو خلکو څخه غواړو چې خپل ماشومان واکسین کړي، تر څو زموږ او ستاسو بچیان له روغتیا برخه من وي".
د فراه ولایت اوسېدونکي هم د پولیو له واکسین تطبیق سره لېوالتیا ښیي او د کمپاین په هر دور کې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق غوښتونکي دي.
په فراه کې د پوهنتون استاد، نقیب الله نیکمل وایي، ګوزڼ په نړیواله کچه ګواښوونکي ناروغي ده.
دی زیاتوي، که څه هم دغه ناروغي کومه درملنه ن‌لرې، خو مخنېوی یې ماشومانو ته د پولیو واکسین په ورکولو شونی دی.
هغه وویل:"زما پیغام ټولو هېوادوالو ته دادی چې د ګوزڼ خطرناکې ناروغۍ په اړه معلومات تر لاسه کړي او خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړئ، تر څو ددغې بدمرغه ناروغۍ لمن د افغانستان څخه ټوله شي او خپل ماشومان د تباهی څخه وژغورو".

​د پولیو واکسین فرعي کمپاین د هېواد په هغو ولایتونو کې تطبیق شو، چې د ګوزڼ ویروس د خپرېدو ګواښ پکې په لوړه کچه موجود دی.
د روغیتایي چارواکو په وینا، په پام کې و، چې په دې کمپاین کې ۵،۳ میلیونو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورسېږي، خو بیا هم د امنیتي ستونزو له امله تر یو میلیون زیات ماشومان له واکسین څخه پاتې شول.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchixnzv23nqwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته