دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۷
د مطلب کود : 173921
د بشر حقونو کمېسیون ته د کميشنرانو د غوراوي پر بهیر نیوکې!
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ته د کميشنرانو د غوراوي بهیر د کاندیدانو او د مدني ټولنو د ځينو غړو له سختو انتقادونو سره مخ دی.

وروسته له هغې چې ولسمشر محمد اشرف غني د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د تشکیلاتي اصلاحاتو پرېکړه وکړه، د دغې بهیر د بشپړېدو لپاره جدي هڅې روانې دي.
خو د چارو د پرمختګ تر څنګ، د دغه بهیر په وړاندې په ځانګړي ډول د مدني ټولنو له یو شمېر استازو د جوړې شوې غوراوي کمېټې د کړنو او نه خپلواکۍ په اړه هم تند انتقادونه موجود دي.
د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون اوسنی کمیشنر او کاندید عبدالرحمان هوتک وايي، د غورواي کمېټه د کمېسیون د ریاست له خوا رامنځته شوې او هغه څه کوي چې د کمېسیون اوسنۍ رهبري يې غواړي.

دی وایي:
"دا ګډه کاري ډله او کمېټه دوه کاله وړاندې په خپله د کمېسیون د ریاست له خوا رامنځته شوې وه او هڅه دا شوې چې داسې کسان په دې بهیر کې وي چې هغه پخپله د کمېسیون تر اغېر لاندې وي او د دوی په لاس جوړ شوی وي، دا د ۸۱ کسانو لېست هم ډېر خراب جوړ شوی دی."
د قانون له مخې، د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د کمیشنرانو د غوراوي پروسه باید په هرو ۵ کلونو کې تر سره شي، خو په تېر کې دا کار په خپل وخت نه دی شوی او د یاد کمېسیون اوسمهاله رئیسه هم له تېرو ۱۵ کلونو په خپل ځای پاتې ده.
د یادونې ده چې یو شمېر مدني بنسټونو له استازو د جوړې شوې غوراوي کمېټې له خوا د کمېسیون د نوې رهبرۍ او کمشنرانو د انتخاب لپاره له ۳۸۰ کاندیدانو ازموینې اخيستل شوي او له دوو ازموینو وروسته ۸۱ کسان مختلط کمېسیون ته ور معرفي شوي دي.
مختلط کمېسیون چې په تشکیل کې يې ځيني وزیران او د عدلي او قضايي بنسټونو مشران شامل دي، د دغو کسانو له ډلې ۲۵ کاندیدان ولسمشر غني ته د کمیشنرانو د انتخاب په خاطر ور په ګوته کوي چې ولسمشر به بیا له دې ډلې نهه تنه د کميشنرانو په توګه ټاکي چې د کمېسیون رئیس هم بیا له همدغو کسانو ټاکل کېږي.
په ورته وخت کې د ځوانانو د مدني ټولنو د همغږۍ د مرکز مشر عبدالودود افغان وايي، د غوراوي کمېټه باید د مدني ټولنو له خوا رامنځته شي، خو اصلاً په دې برخه کې له دوی سره مشوره نه ده شوې.
دی زیاتوي:
"د غوراوي کمېټه چې جوړېدله، د ټول افغانستان په کچه باید د مدني ټولنو سره مشوره شوې وای، انتخابات خو پرېږده، حتی مشوره نه ده شوې او کله چې مشوره نه وي، نو انتخابات به بیا څنګه وي، نو چې جوړښت مشروع نه دی، نو نتیجې به یي طبعاً د پوښتنې وړ وي."
د معلوماتو له مخې، له یو شمېر مدني ټولنو جوړې د کمشنرانو د غوراوي کمېتې له غړو څلور تنه یې په یو قوم پورې اړه لري.
د غوراوي د کمېټې یوه غړې نویده کاکړ بیا په دې برخه کې تر یوه بریده ستونزې مني، خو وايي چې دوی شفافیت ته ژمن دي.
دا وایي:
"ځينې ستونزې وې، زه په جریان کې یم او غواړم چې دا ستونزې حل شي، زمونږ په کمېټه کې د هزاره وروڼو نفوس زیات وو، دوی څلور او مونږ دوه کسان وو، نو زه په دې اړه ناراضه یم، هغه کار چې دوی کولای شو، مونږ نشو کولای او دوی به بعضې کسانو ته له وړتیا سره ټیټې نمبرې ورکولې."
اغلي کاکړ دا هم وايي چې د کميسیون اوسمهالې مشره سیما سمر بیا کاندیده ده او د خپل شهرت او نفوس څخه په استفادې، لېرې نه ده چې نوموړې له دې بهیره بریالۍ را ووځي.

د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر وايي، له حقوقي اړخه د اغلې سمر بیا کاندیدا څه ستونزه نه لري، خو په اخلاقي لحاظ ډېره ستره ستونزه ده.
نوموړی وايي، د اغلې سمر کاري دوره ناکامه وه او باید ځوانې رهبرۍ ته د کار کولو فرصت ورکړل شي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د اغلې سمر نظر هم را واخلو، خو بریالي نه شو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcirpazzt1ay32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته