کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ارزګان کې افغان او بهرنیو ځواکونو د وسله‌والو د ځپنې عملیات پیل کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 عقرب 1397 ساعت 18:37

ارزګان کې افغان او بهرنیو ځواکونو د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په هدف عملیات پیل کړي.




د ارزګان ولایت سیمه‌ییزو امنیتي چارواکو نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه عملیات‌يې د مرکز ترینکوټ ښار اړوند شمال ختیځ لوري ته د خانقې په سیمه کې پیل کړي دي.
په دغو عملیاتو کې د ازادي راډيو د خبریال د معلوماتو او د سترګو د لیدلي حال له مخې، بهرنیو ځواکونو په پلي عملیاتو کې هم برخه اخیستې.
دوی زیاتوي چې د یادو عملیاتو پر مهال‌يې ګڼې سیمې له طالبانو پاکې او زیات شمېر وسله‌والو طالبانو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې، خو وايي چې کره شمېره‌یې نه‌ده معلومه.
خانقه سیمه چې د مرکز ترینکوټ ښار په څلور کېلو مترۍ کې پرته ده، له تېرو شااوخوا درېیو کلونو راهيسې د طالبانو تر ولکې لاندې ده.
 


د مطلب کود: 173928

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173928/په-ارزګان-کې-افغان-او-بهرنیو-ځواکونو-د-وسله-والو-ځپنې-عملیات-پیل-کړي

آوا
  https://www.avapress.com