د ارزګان ولایت سیمهییزو امنیتي چارواکو نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه عملیاتيې د مرکز ترینکوټ ښار اړوند شمال ختیځ لوري ته د خانقې په سیمه کې پیل کړي دي.
په دغو عملیاتو کې د ازادي راډيو د خبریال د معلوماتو او د سترګو د لیدلي حال له مخې، بهرنیو ځواکونو په پلي عملیاتو کې هم برخه اخیستې.
دوی زیاتوي چې د یادو عملیاتو پر مهاليې ګڼې سیمې له طالبانو پاکې او زیات شمېر وسلهوالو طالبانو تهیې مرګ ژوبله اړولې، خو وايي چې کره شمېرهیې نهده معلومه.
خانقه سیمه چې د مرکز ترینکوټ ښار په څلور کېلو مترۍ کې پرته ده، له تېرو شااوخوا درېیو کلونو راهيسې د طالبانو تر ولکې لاندې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)