خوښ ديک ۰

تیره شپه طالبانو فراه ښار امنیتی کمربند باندی بریدونه کړي

له فراه ولایته راپورونه وايي، تېره شپه وسله والو طالبانو د فراه د ښار پر امنیتي کمربند د لوېدیځ او ختیځ له دوو لورو بریدونه کړي دي.
تیره شپه طالبانو فراه ښار امنیتی کمربند باندی بریدونه کړي
د رسنیو راپورونو له مخې په دې بریدونو کې طالبان وتوانېدل چې د فراه ښار په لوېدیځ کې څو پوستې سقوط کړي او ښار ته ځان ورسوي چې د شپې تر دوو بجو پورې په ښار کې دننه جګړه روانه وه.
چارواکو ویلي چې په دې بریدونو کې د امنیتي سرتېرو نهه تنه وژل شوي دي.
د پولیسو او کومانډو ځواکونو سرچینو ویلي چې اوس وسله وال له ښاره په شا تنبول شوي او دا مهال د فراه ښار په څلور کیلومترۍ کې دي.
پر فراه ښار سربېره په خاک سفید او بالابلوک کې هم د سختو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.
د خاک سفید د ولسوال په وینا، ګومان کېږي چې د دې ولسوالۍ په خوست کلي به د محلي پولیسو د کورنیو دیرش ملکي غړي وژل شوي وي.

په دې نښتو کې د وسلوالو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
 
دوشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۴۹
د مطلب کود: 173938 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *