کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي له بنده خوشې کړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 عقرب 1397 ساعت 10:52

پاکستان د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي او د طالبانو یوه ډلمشر له بنده خوشې کړي دي.



د طالبانو دوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط اسوشیټېډ پرس خبرې اژانس ته ویلي، چې د طالبانو د واکمنی پر مهال د مرکزي بانک رئیس عبدالصمد ثاني له بنده خوشې شوی دی.
دغې سرچینې ویلي، چې د صلاح الدین په نوم د طالبانو یوه ډلمشر هم له زندانه خوشې شوی دی.
د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې څو موده وړاندې د طالبانو د پخواني مشر د ملا محمد عمر مرستیال ملا عبدالغني برادر په پاکستان کې له زندان څخه خوشې شوی و.
د ملا عبدالصمد ثاني د خوشې کېدو په اړه په داسې حال کې راپورونه ورکول کېږي چې د افغان سولې لپاره هلې ځلې تیزې شوې شوي دي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د سولې او پخلایني لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد پاکستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.
 


د مطلب کود: 173958

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173958/پاکستان-د-طالبانو-یوه-لوړپوړي-چارواکي-له-بنده-خوشې-کړی

آوا
  https://www.avapress.com