دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 173961
امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډولو لپاره پر افغانستان د فشارونو په راوستلو غور کوي
امریکایي ورځپاڼه وال سټریټ ژورنال په یوه راپور کې لیکلي چې د متحده ایالتونو حکومت د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ځنډولو لپاره پر افغان حکومت د فشارونو په راوستلو غور کوي.

وال سټریټ ژورنال د باخبرو سرچینو په حواله په یوې مقالې کې لیکلي، چې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د متحده ایالتونو ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد دغه څرګندونې د افغانستان په اړه په یوه غونډه کې کړې دي.
خو د ښاغلي خلیلزاد دفتر په دې اړه له کومې څرګندونې ډډه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالتونو حکومت هڅې کوي وسله وال طالبان د سولې د بهیر په خبرو کې شامل کړي او د ټاکنو په اړه د امریکایي چارواکو وروستي څرګندونې دا په ډاګه کوي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره ژر تر ژره د افغانستان د مسلې د حل لپاره لاره لټوي.
بلخوا د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري وایي حکومت ژمن دی چې راتلونکي ټاکنې د افغانستان د اساسي قانون په اساس او د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا په ټاکل شوې نیټه کې ترسره کړي.
هغه زیاته کړه، چې د یو ولسواک بهیر لپاره تداوم لازمي دی او ټینګار یې وکړ چې د خلکو د غوښتنو او ارادې پرته بل هیڅ بدیل وجود نه لري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcce1qss2bqmo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته