کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان دفاع وزارت: جاغوری او مالستان ولسوالیو کنټول د امنیتی ځواکونو په لاس کې دی

22 عقرب 1397 ساعت 11:59

د افغانستان دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو د غزني په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې چې په‎دې وروستیو کې ورڅخه د سختو نښتو راپورونه ورکړل شوي، د وسله‎والو طالبانو حملې په شا تمبولي دي.



دفاع وزارت وایي، د غزني د مالستان او جاغوري ولسوالیو امنیتي وضعیت اوس د افغان امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی او د وسله‎والو طالبانو د ګواښونو د له‎منځه وړلو لپاره نور ځواکونه هم سیمې ته استول شوي دي.
دغه څرګندونې د دې وزارت ویاند غفور احمد جاوېد رسنیو سره کړي او زیاته یې کړه چې د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز محمد شریف یفتلي به نن جاغوري ته لاړ شي او د جګړې قومانده به په خپله په لاس کې واخلي.

دی وايي:
 موږ جاغوري ته په شپږو پروازونو کې اضافي سرتېري او د ډاکتر شاه جهان په مشرۍ یو پلاوی هم واستاوه. په‎دې اضافي سرتېرو کې د ملي امنیت، همدارنګه د افغان کوماندو ځانګړي ځواکونه شامل دي. سبا به د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز خپله سیمې ته لاړ شي او هلته به د جګړې قومانده خپله په غاړه واخلي."
د ښاغلي جاوېد په وینا په سیمه کې د وسله‎والو طالبانو په وړاندې د افغانستان د هوایي ځواکونو د بمبارۍ په ګډون عملیات دوام لري چې دښمن ته په‎کې درنه مرګ ژوبله رسېدلې خو دقیق شمېر یې څرګند نه‎کړ.
د ښاغلي جاوېد په وینا په سیمه کې د وسله‎والو طالبانو په وړاندې د افغانستان د هوایي ځواکونو د بمبارۍ په ګډون عملیات دوام لري چې دښمن ته په‎کې درنه مرګ ژوبله رسېدلې خو دقیق شمېر یې څرګند نه‎کړ.
د غزني د جاغوري او مالستان او دغه راز د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالیو چې اکثریت وګړي یې هزاره‎ګان دي، د امنیت د ټینګښت لپاره پرون په کابل کې په سلګونو کسان ارګ ته نېژدې د اعتراض په توګه راټول شوي وو.


د مطلب کود: 173968

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173968/افغانستان-دفاع-وزارت-جاغوری-او-مالستان-ولسوالیو-کنټول-د-امنیتی-ځواکونو-په-لاس-کې-دی

آوا
  https://www.avapress.com