دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۵
د مطلب کود : 173970
ولسمشر غنی: افغانستان جګړه طالبان نشي ګټلای
ولسمشراشرف غني په خپلو نویو څرګندونو کې ډاډ ورکړی چې د افغانستان جګړه طالبان نشي ګټلای.

ښاغلي غني د واشنګټن د جانز هاپکینز په مشهور پوهنتون کې د پرمختللو نړیوالو مطالعاتو محصلینو ته په وینا کې زیاته کړه چې افغانستان دا جګړه نه بایلي.
ښاغلي غني ویلي، د ده حکومت هڅه کوي چې له طالبانو سره سوله وکړي او طالبانو هم له هغه حکومت سره چې غیر مشروع یې بولي مستقیمو خبرو ته لېوالتیا ښودلې ده.
ښاغلي غني په دې ویډیويي کنفرانس کې وویل، طالبان د ګټلو په حالت کې نه‌دي.
د ده د خبرو پر مهال په کابل کې یوه انتحاري بریدکوونکي ځان والوزاوه او ګڼ خلک یې مړه او ټپیان کړل.
ولسمشر یادونه وکړه چې په تېرو څلورو کلونو کې د افغان ملي ځواکونو له ۲۸۰۰۰ زیات سرتېري په جګړو کې ووژل شول، خو ده ډاډ څرګند کړ چې که افغان پوځ هوايي ځواک او کومانډو ولري نو کولای شي چې له وسله‌والو مخالفینو څخه پراخې سیمې ونیسي.

ولسمشر غني وویل، په هر ځای کې چې افغان ځواکونو ته تلفات پېښ شوي، دوی په دفاعي حالت کې و.
ولسمشر غني د افغان ځواکونو د تلفاتو شمېره څرګنده کړه او ویې ویل چې د افغان ځواکونو تلفات یو ناڅاپه وروسته له هغه لوړ شول چې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف د سرتېرو مرګ ژوبله راکمه شوه ځکه د محاربوي چارو مسوولیت افغان ملي ځواکونو ته وسپارل شو.
ولسمشر غني وویل چې له ۲۰۱۵ میلادي کال په را وروسته موده کې یوازې ۵۸ تنه امریکايي پوځیان وژل شوي په داسې حال کې چې د همدې مودې په ترڅ کې له ۲۸ نیم زرو زیات افغان ځواکونه شهیدان شوي دي.
ښاغلي غني په دې اړه هم خبرې وکړې چې له وسله‌والو طالبانو سره د سولې د خبرو په برخه کې افغان حکومت او متحدایالات ورته دریځونه لري، خو ولسمشر غني د پاکستان یادونه یو ځل بیا وکړه او ویې ویل چې پاکستان لا هم د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې بېړنی کار نه‌کوي او په خپلو پالیسیو کې هم بدلون نه‌دی راوړی.
 
https://avapress.com/vdccm1qsx2bqmo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته