دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 173977
OCHA: داعش د ننګرهار چپرهار کې تر ۵۰ ښوونځي تړلي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو د همږغۍ دفتر یا «OCHA» وايي د راپورونو ل‌مخې داعش وسله والو د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې له ۴۰ څخه تر ۵۰ ښوونځي تړلي دي.
«OCHA» د سې شنبې په ورځ د «لړم پر ۲۲مه» پخپل خپور شوي راپور کې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو دومره یې ویلي چې دغه ښوونځي د داعش وسله والو د ګواښونو له امله بند شوي دي.
پر همدې مهال د ننګرهار د پوهنې ریاست بیا په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش وسله والو د ګواښونو له امله د تړل شوو ښوونځیو شمېر ۷۶ ښه يي.
د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواري د سې شنبې په ورځ د «لړم پر ۲۲مه» امریکا غږ ته وویل چې دغه ښوونځي له تېرو درېیو ورځو راهیسې د زده کوونکو پر مخ بند شوي دي.
 
اصف شینواری وايي، په قومي کچه یې هڅې پیل کړي او ممکن تر سبا ورځې ټول ښوونځي بېرته پرانیستل شي.
د ننګرهار والي حیات الله حیات هم تېره ورځ رسنیو ته ویلي وو چې د تړل شویو ښوونځیو د خلاصون لپاره یې هڅې پیل کړي دي.
د معارف ریاست د معلوماتو په اساس له چپرهار پرته خوګیاڼو، پچیر اګام او هسکې مېنې ولسوالیو کې اولس نور ښوونځي هم تړل شوي دي.
 
سرچينه : د
https://avapress.com/vdcjatevauqeahz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته