دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۰
د مطلب کود : 173979
د پوځ لوی درستیز مالستان ولسوالی ته رسېدلی؛ د مخالفینو پر ضد پراخ عملیات پیلېږي
د افغانستان د پوځ لوی درستیز جنرال شریف یفتلي د غزني ولایت مالستان ولسوالی ته رسېدلی دی.

جنرال یفتلي وایي، چې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه نن په مالستان ولسوالی کې پراخ عملیات پیلېږي.
بلخوا د ۲۰۳ تندر قول اردو وایي د ۲۰۳ تندر قول اردو او د سویل ختیځ زون عمومی قوماندان الحاج تورنجنرال دادان لونګ په مشرۍ د غزني ولایت په اړونده ولسوالیو کې دتندر(۴) په نوم ګډ چاڼیز عملیات پیل شوي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې د غزني ولایت د جاغوريو او مالیستان ولسوالیو په لور د تندرقول اردو جزوتامونو سره یوځای کومانډو او نور تازه دمې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه استول شوي.
د یادونې وړ ده چې له څو ورځو راهیسې د غزني ولایت د جاغوري او مالستان ولسوالیو او د ارزګان ولایت په خاص ارزګان کې د وسله والو طالبانو او پاڅوانوالو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbzfb89rhbz9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته