دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۹
د مطلب کود : 173983
د کلیوالي صنایعو د پراختیا له لارې څه باندې ۱۰۰ زره کاري فرصتونه رامنځته شوي دي
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، چې د لارو جوړل، اوبو رسول، د کلیوالي صنایعو پراختیا، ولسي تړون او ولیتاکا، د دغه وزارت له مهمو پروګرامونو څخه دي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر، مجیب الرحمن کریمي، چې د سه شنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د دغه وزارت څلور کلنې لاسته راوړنې بیانولې، وویل: د تېرو څلورو کلونو په ترڅ کې د کلیوالي صنایعو د پراختیا په ملي پروګرام کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول څه باندې ۱۰۰ زره کاري فرصتونه، په پنځو ولایتونو کې د ښځو او سړیو څه باندې ۵ زره د سپما ګروپونه او د لاسي صنایعو د تولید، تولیدي صنایعو او خوړو په برخو کې ۶۰۰ کوچني تشبثونه رامنځته شوي دي، چې هر یوه یې په لسګونو دندې رامنځته کړي دي.
دغه راز د اوبو رسونې په برخه کې په ۱۳۹۷ کال کې په کلیوالي سیمو کې د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي کچه ۶۳ سلنې ته رسېدلې په داسې حال کې، چې په ۱۳۹۳ کال کې دغه کچه ۲۷ سلنه وه، تمه ده، چې تر ۱۳۹۹ کال پورې سل په سلو کې کلیوالي خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسي پیدا کړي.
تېرو څلورو کلونو کې په ټول هیواد کې ۱۱۵ میلیونه ډالر د اوبو رسونې په سکتور کې په بېلابېلو پروژو لګول شوي، چې کابو ۳ میلیونه او ۵۰۰ زره کسانو له دې پروژو څخه ګټه پورته کړې ده.
دغه راز څه باندې ۱۴۴ میلیونه ډالر د کرنیزو اوبو لګولو په برخه کې لګول شوي، چې څه باندې ۴ میلیونه کسان یې تر خپل پوښښ لاندې نیولي دي.
د لارو جوړونې پروګرام په پروژو کې ۱۵۴۰ کیلومتره کلیوالي سړکونه او د کلیوالي لارو په اوږدو کې ۳۴۰۰ متره پلونه جوړ شوي دي. یادو پروژو ۳ میلیونه او ۲۰۰ زره کاري ورځې رامنځته کړې دي.
د ولسي تړون په پروګرام کې، چې د راتلونکو لسو کلونو لپاره به د افغانستان د دولت او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مهم پراختیایي پروګرام وي، تر دې دمه په ۳۴ ولایتونو کې ۱۲۴ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې راوستلي او ۸۰۲۴ انکشافي شوراګانې ټاکل شوي دي. دغه راز د ۶۷۸۴ کلیو پراختیایي پلانونه ترتیب او تر دې مهاله ۵۳۲۹ پراختیایي پروژې تصویب شوې دي، چې له دې جملې ۲۶۲۸ پروژې تر کار لاندې دي.
د لیتاکا پروژې په چوکاټ کې د هغې له پیل څخه چې په ۲۰۱۴ کال کې پیل شوې تر ۲۰۱۷ کال پورې څه باندې ۹۶۰ ښځو ته په مستقیم او ۶۷۲۰ نورو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده. په همدې حال کې د پس انداز کوونکو، تولیدي او د خصوصي تشبثاتو د پرختګ ګروپونو په رامنځته کولو کې د پام وړ پروګرامونه تر سره شوي دي.
د یوه نوي پروګرام له لارې، چې په ۱۳۹۶ کال کې پیل شوی په ۳۴ ولایتونو کې ۵۰۰ زره راستنو شویو ګډوالو ته، چې لاسي صنایعو کې مهارت لري د کار زمینه برابره شي، چې د دغې شمېرې ۸۰ سلنه ښځې جوړوي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7w9qwak9uy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته