دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۴۱
د مطلب کود : 174008
د کورنیو چارو وزارت امنیتي غونډه
د کورنیو چارو وزارت امنیتي غونډه د دې وزارت د لومړي مرستیال لوی پاسوال جانان بارکزي په مشرۍ جوړه شوه.

په دې غونډه کې لوی پاسوال جانان بارکزي د امنیتي ځواکونو د تنخواو په وخت ورکړې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په مرکز او ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو د حقوقو ورکړه باید د یوه منظم پلان له مخې په وخت ترسره شي.
د دې ترڅنګ لوی پاسوال جانان بارکزي د پولیسو د ټولو قطعو د اکمالولو یادونه وکړه او وویل، چې په فراه، غزني، کندهار او فاریاب ولایتونو کې باید د پرسونل اکمال هم ژر تر ژره ترسره او د پولیسو ستونزو ته جدي رسیدګي وشي.
لوی پاسوال جانان بارکزي همداراز کشفي او استخباراتي مالومات په نښه کړل او ټینګار یې وکړ، چې کشفي او استخباراتي مالوماتو ته باید جدي پاملرنه وشي؛ تر څو د پېښو له رامنځته کېدو مخنیوی وشي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxjdycw6dexa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته