سره له دې چې د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، په تېرو څلورو کلونو کې یې په متوازن ډول پراختیایي پروژې پلي کړي، خو ټینګار کوي چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د خلکو د ستونزو د حل په هدف بېلابېلې پروژې تر کار لاندې لري.
د افغانستان د کلیوبیا رغونې او پراختیا وزیر مجیبالرحمن کریمي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۲۲» خبریالانو ته د یوې غونډې په ترڅ کې ووېل چې دغه وزارت د خلکو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې نوې برنامې پیل کړې دي.
دی وایي:
"د ولسي تړون په پروګرام سربېره، همدا اوس د ۵۹۴۱ پروژو چارې پیل شوي او ۵۴۴ پروژې مو سږ کال پلې کړي، په تېره بیا د کلیوالو ښځو د اقتصادي پراختیا له امله مو ۱۰۰ میلیونه ډالر له نړیوال بانکه تر لاسه کړي او دا پروګرام به په راتلونکو پنځو کلونو کې د ټول هېواد په کچه پلی شي."
ښاغلي کریمي وویل، د کلیو د اقتصاد پراختایي پروګرام چې په ۱۳۹۶ کال کې ډیزاین شوی و او له پلي کېدو سره بهیې په پروان، هرات، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې ۱۴۰۰۰۰ کسانو ته په کوچنیو تشبثاتو کې کاري زمینه برابره شي او همداراز نوي پروګرامونه دا مهال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د پلي کېدو په حال کې دي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې په ۱۳۹۷ کال کې د سیمهییز انسجام په برخه کې چې ۴۸ پروژې وې، ۷۸۲ میلیونه افغانۍ مصرف شوي دي.
دا وزارت وایي، د اوبو رسونې پروګرام له لارې یې په تېرو څلورو کلونو کې د څښلو پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی له ۲۷ نه ۶۳ فیصدو ته پورته کړی چې په دې برخه کې څلور میلیارده او ۲۳ میلیونه افغانۍ لګېدلې دي.
د کلیو پراختیا وزیر زیاته کړه چې د ولسي تړون د لس کلنې برنامې له لارې هڅه کېږي چې ټول کلي تر پوښښ لاندې ونیسي.
ده وویل، یاد پروګرام چې دوه کاله وړاندې ډيزان شوی، له مخې يې ۶۱۷۵ پروژې د خلکو له لوري ټاکل شوي دي چې ۵۰۰۴ پروژې په ۳۴ ولایتونو او ۱۲۳ ولسوالیو کې پلې شوي او هڅه کېږي چې د څلورو کلونو په ترڅ کې ۱۳ زره کلي د همدې پروګرام تر پوښښ لاندې ونیول شي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسونې، برښنا، ولسي تړون، سیمهییز انسجام، د لارو او پلونو جوړولو په برخه کې د پروګرامونو پلي کېدل له خپلو لاسته راوړنو بولي او وایي چې دې پروګرامونو د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته کړی دی.