د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالی په مربوطاتو کې د مخامخو نښتو او هوایي بریدونو په ترڅ کې شاوخوا ۳۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
فاریاب کې د یو ډلمشر په ګډون ۳۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 عقرب 1397 ساعت 10:22
د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالی په مربوطاتو کې د مخامخو نښتو او هوایي بریدونو په ترڅ کې شاوخوا ۳۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د قیصار ولسوالی د کلیک کلي په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې رامنځته شوې، چې د مخامخو جګړو او هوایي بریدونو په پایله کې یې ۱۸ وسله وال وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
خبرپاڼه زیاتوي،، چې په وژل شویو کې د وسله والو یوه سیمه ییز ډلمشر ملا خال مرزا هم شامل دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په وینا، په دغو نښتو کې د وسله والو ۵ عرادې ګاډي او ۱۵ وسلې هم لمنځه تللي دي.
فاریاب د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د فاریاب په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
د مطلب کود: 174037