دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 174041
په ننګرهار کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړولو په اړه د ولسمشر غني پرېکړه
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي د نړیوال اسلامي پوهنتون او د ټکنالوژی پارک په ننګرهار ولایت کې جوړېږي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې پرون د ننګرهار ولایت له یو شمېر مشرانو، علماو او د بېلا بېلو اقاشرو سره د کتنې پر مهال وکړې.
هغه وویل، چې د ننګرهار ولسونه تل د داعش پر وړاندې په مېړانه ودرېدلي او د دوی له برکته زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د نازیانو په نیولو بریالي شول.
د ارګ ماڼی له مخې، ولسمشر غني په ټینګار سره وویل، چې نړیوال اسلامي پوهنتون په ننګرهار کې جوړېږي او په دې اړه یې د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان کې د افغانستان سفیر ته لارښوونه کړې.
هغه زیاته کړه، د بهرنیو چارو وزارت هغه مسوولین چې د نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو په اړه یې ناسم معلومات ورکړي وو، هغوی به مجازات شي.
ولسمشر غني همداراز وویل، چې  په ننګرهار کې د اداري کمپلکس جوړولو لپاره بودجه ورکړل شوې او په جلال اباد ښار کې یې د ټکنالوژۍ پارک او ملکي هوایي ډګر د جوړولو لپاره به هم امکانات برابر شي.
هغه د برېښنا د نشتوالي له امله د ننګرهار د ولسونو د زغم ستاینه وکړه او د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د برېښنا ستونزې ته اساسي او دایمي حل لاره ولټوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc00qss2bqmx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته