طارق شاه بهرامي د چهارشنبې په ورځ د«لړم پر۲۳مه» د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل که څه هم د دغو ګواښونو په مقابل کې د دوی امنیتي او دفاعي امکانات کافایت نه کوي، خو وايي، هڅه کوي په موجده امکاناتو یې دفاع وکړي.
ښاغلي بهرامي وویل، د غزني په جاغوري، مالستان، د غور په چهارصده او د هېواد په شمېر نورو ولسوالیو کې وضعیت ښه نه دی.
نوموړيزیاته کړه چې د غزنيد وضعیت د کنټرول لپاره د افغانستان لوی درستیز دا مهال په غزني کې دی او په نورو ولایتونو کې هم د امنیتي ګواښونو دفعه کولو لپاره یې تدابیر نیولي دي.
ښاغلي بهرامي د ولسي جرګې د یو غړي د سوال په ځواب کې چې د جاغوري، مالستان او خاص ارزګان له جګړې څخه یې تعبیر څه دی وویل چې د افغانستان دښمنان د افغانانو دښمنان دي.
په دغه استجوابیه غونډه کې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر هم د یو شمېر وکیلانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل چې، په غزني او خاص ارزګان کې جګړې قومي نه بلکې د افغان حکومت او خلکو پر وړاندې ده.
ویس احمد برمک وویل وسله والو طالبانو د سیمې د استخباراتو په مرسته هڅه کوي پر حکومت او خلکو فشار راوړي.
د افغانستان ولسي جرګې په هېواد کې د وروستیو امنیتي پېښو په تړاو نن د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزیر او معصوم ستانکزی خپلې استجوابیه غونډې ته ورغوښتې و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)