دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۶
د مطلب کود : 174051
فراه ښار څنډو او ځینو ولسوالیو کې امنیتی ځواکونو او وسله والو تازه نښتې
د فراه ښار په څنډو او ځینو ولسوالیو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې شوي، چې په پایله کې یې شاوخوا ۲۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په لویدیځ کې د ملي پوځ ۲۰۷ ظفر قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د ښار په څنډو او د خاک سفید او پشت رود ولسوالیو په خوست او برنکتوت کلیو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې شوي، چې په ترڅ کې یې ۹ وسله وال وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو نښتو کې ۱۶ وسله وال ټپیان هم شوي دي او د هغوی دوه عرادې ګاډي هم لمنځه تللي دي.
په همدې حال کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو وایي، د غور ولایت د چهارسدې ولسوالی په مربوطاتو کې ۸ تنه وسله وال د هوایي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcdko0ffyt05z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته