کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غنی: ننګرهار کې نړیوال اسلامی پوهنتون او ټکنالوژی پارک جوړیږی

23 عقرب 1397 ساعت 13:31

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي د نړیوال اسلامي پوهنتون او د ټکنالوژی پارک په ننګرهار ولایت کې جوړېږي.



ولسمشر غني دغه څرګندونې پرون د ننګرهار ولایت له یو شمېر مشرانو، علماو او د بېلا بېلو اقاشرو سره د کتنې پر مهال وکړې.
هغه وویل، چې د ننګرهار ولسونه تل د داعش پر وړاندې په مېړانه ودرېدلي او د دوی له برکته زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د نازیانو په نیولو بریالي شول.
د ارګ ماڼی له مخې، ولسمشر غني په ټینګار سره وویل، چې نړیوال اسلامي پوهنتون په ننګرهار کې جوړېږي او په دې اړه یې د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان کې د افغانستان سفیر ته لارښوونه کړې.
هغه زیاته کړه، د بهرنیو چارو وزارت هغه مسوولین چې د نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو په اړه یې ناسم معلومات ورکړي وو، هغوی به مجازات شي.
ولسمشر غني همداراز وویل، چې  په ننګرهار کې د اداري کمپلکس جوړولو لپاره بودجه ورکړل شوې او په جلال اباد ښار کې یې د ټکنالوژۍ پارک او ملکي هوایي ډګر د جوړولو لپاره به هم امکانات برابر شي.
هغه د برېښنا د نشتوالي له امله د ننګرهار د ولسونو د زغم ستاینه وکړه او د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د برېښنا ستونزې ته اساسي او دایمي حل لاره ولټوي.
 


د مطلب کود: 174052

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174052/ولسمشر-غنی-ننګرهار-کې-نړیوال-اسلامی-پوهنتون-او-ټکنالوژی-پارک-جوړیږی

آوا
  https://www.avapress.com