دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۱۴
د مطلب کود : 174079
دولتی ټولو اداراتو تدارکاتي صلاحیتونه ملی تدارکاتو ادارې ته وسپارل شوی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ټولو دولتي اداراتو تدارکاتي صلاحیتونه د ملي تدارکاتو ادارې ته سپارلې دي.

د راپورونو له مخې، تردې مخکې دولتي ادارات تر ۱۰۰ مییلیونو افغانیو پورې د تدارکاتي مواردو د ارزولو او منظورولو صلاحیت لرل.
ولسمشر غني په دې اړه یوه فرمان هم صادر کړی دی او مالیې وزارت او د جمهوري ریاست دفتر عمومي ادارې ته یې لارښوونه کړې چې د دې فرمان د تطیبق په برخه کې یې اړینې اسانتیاوې او منابع د ملي تدارکاتو ادارې په واک کې ورکړي.
د ولسمشر غني د فرمان له مخې، د ملي تدارکاتو اداره او د دې ادارې عمومي رئیس د ۱۳۹۸ مالي کال له پیل څخه د ټولو دولتي اداراتو د تدارکاتي مواردو د ارزولو او د قرارداد ورکولو صلاحیت لري.

د دغه فرمان د لومړی مادې په درېیمه فقره کې راغلي دي، چې د ملي تدارکاتو اداره د دې فرمان د پلي کولو لپاره دې یوه لارښود او اجرایي پلان ترتیب او د ملي تدارکاتو کمېسیون ته یې وسپاري.
د فرمان د دوهمې مادې په لومړی فقره کې راغلي دي، چې د دې فرمان د لومړی مادې د درېیمې فقرې په اساس دولتي ادارات باید د خپلو اړتیاو مشخصات له ټولو اړینو اسنادو سره یوځای د ملي تدارکاتو ادارې ته وسپاري.
ولسمشر محمد اشرف غني همداراز د اداري اصلاحاتو کمېسیون ته لارښوونه کړې چې د دولتي اداراتو د تدارکاتې تشکیلاتو او کارکوونکو په اړه ارزونه وکړي.
 
https://avapress.com/vdcd5o0fnyt05z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته