دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۲۲
د مطلب کود : 174081
اسرائیل دفاع وزیر خپل دندې څخه استعفا ورکړي
د اسرائیل دفاع وزیر په غزې تراړه کې له حماس ډلې سره د اوربند په مخالفت کې له خپلې دندې استعفی کړې ده.

د اسرائیل دفاع وزیر اویګدور لیبرمن له حماس ډلې سره د صدراعظم بنیامین نتانیاهو د حکومت د اوربند موافقه غندلې ده او په اعتراض کې يې له خپلې دندې استعفی کړې ده.
د اسرائیل دفاع وزیر په غزې تراړه کې د اسرائیلي ځواکونو او حماس ډلې ترمنځ له تازه جګړو وروسته چې ۷ فلسطینیان او یو اسرائیلی عسکر پکې ووژل شول، استعفی وکړه.

د لیبرمن استعفی د صدراعظم بینیامین نتانیاهو ائتلافي حکومت ته سخت ټکان ورکړی دی او په اسرائیل کې يې له وخته مخکې د پارلماني انتخاباتو د ترسره کېدو غږونه پورته کړي دي.
اویګدور لیبرمن نن وویل، له حماس سره اوربند ترورېزم ته د تسليمېدو په معنا ده.
په غزه کې د تاوتریخوالي له تازه څپې وروسته اسرائیل او حماس ډلې د سې شنبې په ورځ د مصر او ملګرو ملتونو په منځګړتوب او نوښت په اوربند موافقه وکړه.
د اسرائیل دفاع وزیر ویلي، دی هیله مند دی چې تر راتلونکو څو ورځو پورې به له وخته مخکې پارلماني انتخاباتو ته نېټه وټاکل شي.
د اسرائیل د حکومت سیاسي اپوزېسیون هم له وخته مخکې د انتخاباتو لپاره د اویګدور لیبرمن له غوښتنې ملاتړ اعلان کړی دی.

په همدې حال کې د اسرائیل د سیدیروت ښار یو شمېر اوسېدونکو چې د حماس ډلې د راکټي بریدونو تر ګواښ لاندې دي، د اوربند له اعلانه هرکلی کړی دی، خو یو شمېر نورو يې پر حکومت انتقاد کړی دی چې د دوی پر سیمه د حماس د راکټي بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.
په غزې تراړه کې له تېرې مارچ میاشتې راهیسې د حماس ډلې د اسرائیل او او مصر له خوا د پولو د تړل کېدو په اعتراض کې هره جمعه پراخې مظاهرې تنظیم کړې.
د دې مظاهرو په ترڅ کې چې زرګونو فلسطینیانو په کې برخه اخيسته، له اسرائیلي سرتېرو سره نښتې هم وشوې او د اسرائیلي ځواکونو په ډزو شااوخوا ۱۷۰ فلسطینیان ووژل شول.
 
https://avapress.com/vdcg7t9qqak9uz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته