کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې پاکستاني پولیسو یو جګپوړي افسر جسد موندل شوي

24 عقرب 1397 ساعت 12:08

د راپورونو له مخې، د پاکستاني پولیسو د یو جګپوړي افسر جسد د ننګرهار ولایت په دور بابا ولسوالی کې موندل شوی دی.



د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان چارواکو په حواله ویلي، چې له جسد سره د خیبر پښتونخوا د پولیسو افسر د طاهر خان دوړ کارډ هم موندل شوی دی.
د پاکستاني پولیسو دغه جګپوړي افسر د اکتبور میاشتې پر ۲۶مه نېته د اسلام له مربوطاتو څخه تر تم شوی و او جسد یې د سې شنبې په ورځ په دور بابا ولسوالی کې وموندل شو.
خو تر اوسه معلومه نه ده چط څه ډول د پولیسو یوه جګپوړي افسر د اسلام اباد په څېر له یوې خوندی سیمې څخه تر تم کېږي.
بلخوا راپورونه ښیي چې له مړی سره یوه لیک هم موندل شوی دی، چې پکې راغلي د خیبر پښتونخوا د پولیسو افسر طاهر خان د داعش ډلې د ولایت خراسان څانګې د وسله والو له خوا وژل شوی دی.
 


د مطلب کود: 174124

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174124/په-ننګرهار-کې-پاکستاني-پولیسو-یو-جګپوړي-افسر-جسد-موندل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com