دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۱
د مطلب کود : 174125
کابل کې د وسله والو غلو د یوې ډلې دوه غړي وژل شوي
په پلازمېنه کابل ښار کې د وسله والو غلو د یوې ډلې دوه غړي د پولیسو له ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي.

د کابل امنیه قوماندانی په یوه بیان کې یوه بیان کې ویلي، چې پېښه تېره ورځ شاوخوا ۷:۳۰ بجې وروسته له هغه رامنځته شوه، چې د یادې ډلې دوه غړي د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د غزني ادې په مربوطاتو کې یې یو تن وژلي و او د هغه ګاډی له ځانه سره یې وړی و.
خبرپاڼه زیاتوي، چې له پولیسو سره د نښتې پر مهال یو تن غل ووژل شو او بل ژوبل شوی و چې د ژورو ټپونو له امله یې په روغتون کې ساه ورکړه.
د کابل د امنیه قوماندانی په وینا، د نښتې په پایله کې دوه میله کلاشنکوفونه او یو میل تومانچه هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د یادونې وړ ده چې د تردې مخکې هم د کابل پولیسو په پلازمېنه کابل ښار کې یې د وسله والو غلو د یوې ډلې د لمنځه وړلو خبر ورکړی وو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf0jdytw6deya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته