دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۱
د مطلب کود : 174127
بغلان برکې ولسوالۍ باندی طالبانو بریدونه په شاوټمبول شول
وسله والو طالبانو تېره شپه د بغلان د برکې ولسوالۍ پر مرکز پراخې حملې وکړې.

د برکې ولسوال شمس الدین شهاب رسنیو ته وویل چې دغه حملې د افغان ځواکونو له‌خوا په شا وتمبول شوې.
هغه که څه هم په نښتو کې افغان ځواکونو ته د اوښتو احتمالي تلفاتو په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې طالبانو ته تلفات رسیدلي چې تر اوسه یې دقیق شمېر نه دی معلوم.
 راپورونو له مخې د وسله‌والو طالبانو په دغه برید کې د برکې په بازار کې اور لګېدلی و چې څو دوکانونه یې سوځولي دي.
 
https://avapress.com/vdchiknzq23nqzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته