دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۴
د مطلب کود : 174136
د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د لوی ملي ائتلاف د طرحې په اړه د ګلبدین حکمتیار عکس العمل
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د افغانستان د لوی ملي ائتلاف د طرحې په اړه عکس العمل وښود.
د افغانستان د لوی ملي ائتلاف غړی احمد ضیا مسعود تېره اوونی د راتلونکو ولسمشریزو په اړه د ائتلاف طرحه اعلان کړه او وې ویل چې د یاد ائتلاف په طرحه کې د ولسمشر لپاره درې مرستیالان او همداشان د لومړی وزیر لپاره هم درې مرستیالان په پام کې نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به راتلونکو ټاکنو ته خپل کاندید معرفي کړي او ټینګار یې وکړ چې د ولسمشری نوماند به یې یوازې د لوی ملي ائتلاف له منځه وټاکل شي.
خو د حزب اسلامي مشر نن په پلامزېنه کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل، چې د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د لوی ملي ائتلاف طرحه ناموجه دی.
نوموړی همداراز د موقت حکومت د جوړولو او په قدرت کې یې د طالبانو د ور ګډولو په تړاو د روانو هڅو په اړه هم غبرګون وښود او زیاته یې کړه چې ځینې کسان هڅه کوي چې د بن غونډې په څېر د ناستې له لارې نور قدرت ترلاسه کړي خو دا کار به هیڅکله هم تکرار نه شي.
ټاکل شوې چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۹۸ کال په وري یا حمل میاشت کې ترسره شي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchxknz-23nqzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته